فرید باراني
ناکامه حسرتونه
های! زما د هیلو ښاره
که دا مسیر
له سرابونو څه چې
زما د درد د تور بازار له حسرتونو ډک وي
په د غه لاره باندې بیا تېرېږم
نور مې د درد سړې سیلۍ
د بازارو په ورځو
د دې ساړه بازار په زړه کې
په یو چا خرڅوم
لکه جارچي په دې بازار ګډېږمه او جار وهمه
های زما د هیلو ښاره!
زما ناکامه حسرتونه به په څو واخلئ؟