فرید باراني
یخې دقیقې
هیلې
شهوت
تخیلات
او بې بنسټه ارادې
ټولې یو ځای شي
د دې دروند مسوولیت
له تورو سترګو څخه اوښکې توی کړي
وژړېږم
توره تبۍ شي راته ټوله ځمکه
دقیقې یخې شي
ساتونه مات شي
او کال د ژمي له موسمه راته سر ښکاره کړي
او زه لا ناست یمه د ېوې تشې وعدې په تمه
چې لا تر اوسه چا راکړې نه ده
۲۳/ ۸/ ۱۳۹۰ - صفا راډیو جلال اباد