فرید باراني
زه ګنهکار یم
« زه ګنهکار یم
مایواځې پرېږدئ»
دا ور در وتړئ
دا شمعه ګول کړئ
او دا دشعر کتابونه ټول کړئ
یو څو شېبې مې د دې تورې شپې په زړه کې پرېږئ
چې ښه له زړه وژاړم
او له خپل نفس او وجدانه معذرت و غواړم
« زه ګنهکار یم
ما یواځې پرېږدئ »
غواړم د خپلې کوټې
د تاریکیو واړه ټکي وخورم
د ګناهونو د معاف لپاره
غواړم په خپلو ګناهونو اعتراف وکړمه
او خپل ناولي نفس ته اور ورکړم
زه ګنهکار یم ما یوازې پرېږئ
غواړمه خپله دا مغروره ککرۍ یو وار
په ځمکه وولم
او وروسته، وژاړم
ښه ډېر وژاړم
چې مې له زړه نه دا تور داغ ورک شي
« زه ګنهکار یم
ما ېوازې پرېږدئ»
۲۹/ چنګاښ/ ۱۳۹۰ - صفا راډیو، جلال اباد