فرید باراني
مسېج
( د دې شعر په لیندیو کې راغلې برخه د عبدالغفور لېوال صاحب د شعر یوه برخه ده )
زما په مېسج کې څه وو؟
چې ستا په زړه کې زما دعشق اګر مګر پرېوتی
لېونۍ!
ته خو په خپل شعر کې
زما نه هم مغروره ښکارې
دومره سکوت اخر د چا لپاره؟
چې تا سلګونه منه
وېره، تشوېش او خاموشي
په خپل سپېڅلې تصور چپه کړل
او لا تر اوسه ترې راوتې نه یې
په دې پوهېږم
په خوړو دې څکه نه ده کړې
او ټوله ورځ دې په خپګان تېره کړه
( او بیا به نن شپه هم
خپله کوټې کې د لمانځه په ځای کې خوب وړې یې )
ستا نازړه توب خو ما له خوب باسي
او د کړکۍ په ښیښه
ستا په لاسلیک
راته د ژوند نوي یادونه کاږي
ستا له غرور نه خو به زما دقلم رنګ وچېده
تل به مې شعر نیم کله پاتې و
خو نن زما د شعر په سپینه پاڼه باندې
سم لکه څانکه راکږه شولې او ماته شولې
او لا تر اوسه دې زما ځواب راکړی نه دی
زه مې په کور کې مور ته څه ووایم؟