...

فرید باراني

د پاچاهانو پاچا ومړ

پرون ماښام مې په ویب پاڼو کې مزل وهلو

دونیا له هر څه نه خالي خالي وه

خو هغه زلفې

چې د ناز د غرور د باکره نجونو سپینو لاسو ږمنځولې هر وخت

په وینو لای وې او صاحب یې د مریانو تر پښو لاندې و

دنیا غرور او د واک مزي

انساني مسولیتونه ساتي

د قذافي څلوېښت کلنه واکمني څه شوله؟

هغه انسان چې د مرګي د طوفان

یخې سیلۍ ته تسلیمي نه منه

د هغه « شین کتاب» به نور د معارف په بچو څوک ووایي؟

هغه چې ده به له قران نه هم سپېڅلی ګاڼه

( پانګوالۍ او مارکسسیزم ضد ردیمه لاره )

صفیه فاکس  به د مېړه په غم کې

خپل پوره شل ټنه زر څرنګه پر سر بادوي

د ترابلس زمري هم ساه ورکړه

ها د نظام او دسیاست بدیل

هغه انسان چې د ځانګړو جامو

په اغوستو یې انسان

چې خپل د واک د نشې

په مستانه غرور سرونه د مکتب دشاګردانو پرې کړل

هغه په ژوند کې

د پنځه سوه ساتونکو ( راهباتو )

د خوږې مینې له پاسه

د تورې رایس ۵ سره هم مینه وکړه

او کله کله به یې

د خپل غرور له نشې دا هم ویل :

ګوندې لیبیا له امریکې غټه ده

شهرت، پیسې او قدرت

درې واړه لاړل د ابد په لوري

هغه چې ځان یې لیبیایانو ته لارښود باله

هغه یتیم

هغه غریب

هغه کوچی

او دیکتاتور

ها ډګرمن قذافي

چې د عادت اصلي څېره یې چا ونه پېژنده

ځکه نیویارک کې یې خیمه ووهه

او فرانسې ته یې له ځان سره په خپله الوتکه کې خپل اوښ هم یووړ

ها چې د مخ اصلي څېره یې هم د ژوند په رنګه

د جراحي د نقابونو پردې پوښلې وله

ده لا تر اوسه د طاقت د استعمال حکم ورکړی نه و

ها قذاقي هم نوره ساه ورکړه

ها دیکتاتور هم مړ شو

په هغه مرګ چې انساني کرامت

یې د څلوېښتو کلونو

د خیال په خوب کې هم لیدلی نه و

څلوېښت کلنه پاچاهي په څنګه مرګ باندې بدله شوله

انسان په څه وي چې غرور یې ورته ژوند وساتي

غرور به څه وي چې شهرت ورځنې وزېږېږي

شهرت به څه وي چې دمریانو تر پښو لاندې ایره ایره شي

په دونیا حکم چلوونکو خلکو!!!

واورئ او پند واخلئ

د پاچاهانو پاچا خدای وګڼئ

غرور تر پښو لاندې کړئ

د ظلم پښې ماتې کړئ

انسان نیمګړی او عاجز بنده دی

ها قذافي هم نوره ساه ورکړه

ها دیکتاتور هم مړ شو

خو د یو نوي شان اشغال نه مخکې

۲۸/ تله/۱۳۹۰

۲۰/اکتوبر/۲۰۱۱-صفا راډیو، جلال اباد