...

فرید باراني

سکوت

یو له فریاد

او یو له چیغو نه لبرېزه سکوت

زما د ژوند په لېوني ستوني کې ځاله کړې

اه،

میاشتې کلونه

سرو کار مې له غریو سره دی

خو ستا د مینې امانت

ستا د نظر د رڼاګانو نګین

زما د زړه د بخالت لېوني دېو سره دی

زه چې په خیال کې ستا د هیلو د لښکر ولسمشري ونیسم

بیا ټوله ستا شم

د قدرت لمنې

ستا د پلونو لاندې وڅنډمه

خو هغه دېو!

زه ترې ډارېږم

زه ترې ډارېږم

زه ترې کرکه لرم

سره له دې چې یې زما د وجود

د خوشالۍ لارې تړلې د ابد لپاره

۷/۱/۱۳۹۰- هرات