فرید باراني
د بدنامۍ لکې
ګل رحمن رحماني ته :
زړګیه څه دې کړي؟
چې ستا نږدې دوستانو
ستا په وجدان د بدنامۍ لکې واردې کړلې
او ستا د نور په زړه یې
د تېروتنې د بد نیته قلم
ټول رنګونه توی کړل
زړګیه څه دې کړي؟
چې د ګومان پر اوږو سپرو ورېځو
زما د سترګو له شفافه کوره اوښکې توی کړې
وروسته یې شاته هم ونه کتله
زړګیه څه دې کړي؟
چې ستا نږدې دوستانو
ستا دنیت په مرمرینه کړکۍ
په مرمرینه هغه سپینه کړکۍ
د بدنیتۍ د کور زاړه میخونه ټک وهله
وروسته یې شاته هم ونه کتله
پاڅه! رهي شه ورته دا ووایه
زه مو د کومې قضیې په جرم ونیولم؟
ولې مو داسې وکړل؟
ولې مو زما د زړه په سپینه مرمرینه کړکۍ
د بدنیتۍ د کور زاړه میخونه ټک وهله؟
۷/حمل ۱۳۸۹ جلال اباد