...

فرید باراني

والعصر

ستا په خیالونو کې تېریږي

د زمان د ټیک او ټاک هره شېبه په منډه

د قران ټوله مانا

هغه سره زر چې خدای په خپله

پرې « والعصر » وویل

هره شېبه یې ستا د خیال په بې پایانو دښتو

لکه باران دانه دانه تویېږي

علت یې ټوله ناچاري ده

او زما بې خوده لېوني دستاورد

هغه شېبه ده چې تېریږي

حس کوی یې نشم

د تېرو تېرو زمانو یو بې وجوده کلېپ

په دواړو سترګو کې مې وڅرخېږي

لکه خراب او سولېدلی فلم

زما په سترګو کې خطونه وکړي

له اوښکو ډکې مې شي سترګې

د تصویر له تمرکزه ووځي

او زه تنها په دې تنها اطاق کې

پټ مې په زړه کې بس همدا تکراروم

«ستا په خیالونو کې تېرېږي

د زمان د ټیک او ټاک هر شېبه په منډه

د قرآن ټوله مانا

هغه سره زر چې خدای په خپله

پرې والعصر وویل»

۳ \ لیندۍ \ ۱۳۸۹ جلال اباد، صفا راډیو