...

فرید باراني

شپه
شپه د یو څو مرمزو اوښکو
په تیاره لپه کې
د څو وړو تودو سلګیو
په کنګل اخته ده
درد د پرونۍ شپې بې خوبه مسافر لاروی
او تحمل د ناکردیو ډنډ کې پښه د انتظار ماتوي
ضمیر د مینې د هوس د ویالې
په غاړه ناست دی د افسوس تر څنګه
په وړو لپو د اوبو څښلو هڅه کوي
شاعر حیران لکه د ښار په څلورلارې کې یو بت ته پاتې
د قلم خوله یې چا ګنډلې ده ترې
د هغه ذهن ته سوژې
لکه خواستګار چې په کوم ښکلي پسې زړه ستړی کړي
او د امید لپې ته پرلپسې لویږي
د انکار غږونه
ګو‌ډې او ماتې را ځي
شاعر د ګوډو او ماتو سوژو
په سوړ میدان د استعداد آسونه وځغلول
خو د هغه د امید لپې لره هیڅ رانغلل
صرف او یواځې دومره :
شپه
د یو څو مرمزو اوښکو
په ګنګل اخته ده