فرید باراني
بې خوبه سیوری
له کوم احساس نه
چې تا خپلې ارادې څارلې
ما د هماغه احساس
په مضطربه لاره
خپل د مسیر په وارخطا مزل کې
د ژوندانه بې خوبه سیوري تر پښو لاندې کړل
اود ذهنیت له مکررو انګازو نه مې
دعشق په قیمت
هغه ناولي تور غوږونه ټول کړل
چې په لمانځه کې به یې هم مزاحمت کولو
او نیمه شپه به يې هم نه پرښودې
چې یو ارامه خوب ته غېږه کېږدې
ما دژوندون د دې بې خوبه سیورو
د ورکېدو قاطع تصمیم نه درلود
زه مې د هیلو په محشر کې دا سې ورک اولېونی ښه ومه
خو خدایزده چا راته په غوږ کې ووې :
چې ژوند ارام نه لري
لکه اوبه روان دی
د ټولېدو لپاره لپه غواړي
جام نه لري