...

فرید باراني

د مصر ښار

زړګی مې ستا له غمه سم د مصر ښار شو

او ارمانونه مې واټونو ته راووتل

د ژوندانه د تور زندان د ازادۍ لپاره ودرېدم

د مصریانو غوندې

او ته زما د هر ارمان د قتلېدو “مبارک»

حتمي یوه ورځ به

زما د هیلو د لښکر پاڅون ته

په احترام درېږې

زما ارمانونه به د اوښکو په درشل کې د خوښۍ ډکې شېبې ونمانځي

د زړه په ښار کې به سرونه پپه سجدو شي د یزدان لپاره

خو زه به بیا هم

تا “مبارک» په خپل زړګي کې ساتم

هو!

د ابد لپاره

...

۲۲/ ۱۱/ ۱۳۸۹/ - ننګرهار پوهنتون

( د مصر د ولسمشر حسن مبارک له استعفا نه یوه ورځ وروسته )