فرید باراني
قیامت
ورځې په ورځو سر په سر شي
شپې په شپو سر په سر
کلونه تېر شي میلونونه، له حسابه ووځي
او هره ورځ
د شپو او ورځو په پردو کې
په میلونونو ارواګانې مړې کړي
به میلونونو ارواګانې ژوندۍ
د روځو شپو د سر په سر له برکته نور حساب ختم شي
او طبقې یې تر اسمانه پورې ورسیږي
نور نو د ځمکې د قدرت حوصله سر ته راشي
د شپو او ورځو د پوړونو له ډېروالي څخه وکوچېږي
او په مینځ دوه ځایه شي
د شپو او ورځو له پردو نه خلک وپاڅېږي
حساب کتاب ختم شي
د ملایکو ډله
د شپو او ورځو د پردو کوڅو کې لارې وکړي
د ځمکې اهل وارخطا کړي، له اسمان څخه د ځمکې په لور
او د اسمان خلک په خپله قدم کېږدي د اسمان په زینو
وروسته له څو ورځو نه
د حشر غولی
لکه د جنګ میدان چې سوړ شي
بې سړي پاتې شي
تورې اوسپینې ارواګانې په اصل پسې وخوځېږي
خو لمړنیو ارواګانو ته به پاتې شي ارمان لکه ناسور
هو د ابد لپاره
...
۲۵/۱۱/۱۳۸۹/- صفا راډیو جلال اباد