فرید باراني
په هغه ورځو کې ته څومره راته ګرانه ولې
په تصور کې مې یو څو ورځې
خیال حقیقت خپلو کې جنګ ته ادامه ورکړله
زما افکار او ستا دحسن ګلورینه څېره
مې د خپل حسن په ایینه کې کتل
او د دې دواړو قیاس
کله مې ځان ته کتل، کله مې ته د هوا
په وړو ټکو کې را جوړه کړلې
او بیامې دواړه یو او بل ته مخامخ کېنول
هوا،
یوڅو ورځې دې په خیال کې هومره وتپېدم
چې هر شپه مې ستا د ښکلي وجود
د افسانو سره واده کولو
او هر ماښام مې ستا په یاد پیل و
او هر سهار به مې دعا کې راته، ته یادېدې
په هغو ورځو کې
ته څومره راته ګرانه ولې
تا خو زما د زړه کوټې ټولې پرانېستې ولې
زما دوستان دې ټول زما نه خفه کړي ولو
په هغو ورځو کې
ته څومره داته ګرانه ولې
په هغه ورځو
ما خوراک او څښاک نه درلوده
په خپل وجود مې هم واک نه درلوده
فکر مې ته وې
وسواس مې ته وې
هره لحظه مې لمسوې په خپلو سپکو او بې باکه لاسو
لکه خمار شرابي
سترګې مې پټې او په تا تکیه وم
په هغه ورځو کې ته څومره راته ګرانه ولې
اوس له څو میاشتو وروسته
عادي حالت ته ګرځېدلی یمه
ستا له ښکلا او له افسونه راوتلی یمه
خو بیا مې هم هغه شېبې ځوروي
د باد په لاس مې د خیالونو افسانې ځوروي
...
۲۴/۱۱/۱۳۸۹ - صفا راډیو جلال اباد