...

فرید باراني

غزل

ځم د خوبانو شاته وایم نور نو هیڅ نه لرم

زه بې چاره یم نیمه خوا یم نور نو هیڅ نه لرم

ماته طبیب د عاطفې په دوا وليکله :

په وچ کالبد کې وچه ساه یم نور نو هیڅ نه لرم

زه خو د شپږ واړه حواسو نه محروم شولمه

اوس په قلم هر چاته ښایم : نور نو هیڅ نه لرم

زما د فکر هلو ځلو نتیجه ورنه کړه

دا چې زه څوک یمه؟ د چا یم؟ نور نو هېڅ نه لرم

نور د څو کرښو نوښتونو “ نوښت» بیا نه راځي

والله رښتیا به درته وایم : نور نو هېڅ نه لرم

...

۱۳۸۹-۳-۱۶ جلال اباد ښار لیلیه