فرید باراني
ناهیلي
ته د ژوندون د بې شماره شېبو
د بام پر سر
قدم په ناز
زما د ژوند د ارادو د خیالاتو تر مرکز پورې راورسیدې
سلام دې واچولو
دوې درې خوږې خبرې
او له خندا څخه یوه لپه خوله
ثانیې تېرې شولې
په ساعتونو واوښتې
او ساعتونه ټول راټول شول
او په شپو بدل شول
ته رانه لاړې
خو خبرې دې زما د اتاق
د دېوالونو په غوږونو کې راوټوکېدې
اوس د هماغو شنو شېبو
دا منظمه لړۍ
پای ته رسېدلې پخوا
اوس زه هماغه شېبې
بس له انجامه تر آغازه شمېره
خدای پاماني دې وکړه
کېناستلې
دوې درې خوږې خبرې
او له خندا څخه یوه لپه خوله
راغلې سلام دې راته واچولو
ژوند د شېبو د تخیل نامنظمه لړۍ!
بې نهایت
که سبا راغی
او نصیب بیا هم د کلي په بزګر باندې چاړه تېزوه
نوای سبا او په هغه کې د اروا او د ساه ګانو شور ماشوره،
غوږ دې خلاص ونیسه!
زه مې د ذهن په خورو کوڅو کې لارې کوم
د معنویاتو دېوالونه یې په لاس نړوم
او، د تېر یوویشت کلو
د هلو ځلو پر حاصل په یوه توش قلم له ورایه خط کشي کومه
ځکه چې زه نور په هماغه سبا
د بدنامۍ او ناهیلۍ بې نهایته ته رسېدلی یمه