فرید باراني
ناهید ته
اوس مې د خپلې اشتباه او سادګۍ په مدارو کې ګیر یم
په دې دنیا کې ساده ګي هم د انسان د بربادۍ سبب شي
او اعتماد خو انسانان په اعتماد اخلي
ما نو د کومې دروازې نه در غږ کړی وای چې:
زه هم دا ستا په څېر شاعر یمه!
او ببې سواده مور مې
ما ته د شعر د اورېدو مینه راکړې نه ده
زه لا تر اوسه په همدې زندان کې شپې تېروم
خپل د وجود هرې سیکې ته ملامت انسان!
خو یو سپېڅلی او ناترسه انسان
له یوې خوا، خواره شکونه
جېل ته دې واچولم
او په دې بل نقاب کې
هره شېبه او هره شپه رانه خپل ځان ځاروې!
زه په دې تور زندان کې
ستا د وجود آزارېدلو غرېو چېرې یوسم؟
نور څومره وژاړمه؟
زه د شیطان د ارادو په رنګه پړی اوبم
خو یو سپېڅلی شیطان
راځم، کښېنمه تر سهاره دې له زړه سره خبرې کوم
هره خبره پښیماني
هره شېبه د مایوسۍ په خوله کې
ژوند مې همداسې بوله
څومره چې لرې یو هغومره یو او بل ته نږدې
څومره چې یو بل نه نفرت لرو
هغومره خواږه
ستا خو به هېر یمه په دې زندان کې
چې په ما څه تېرېږي
بس تنها خدای او د هغه، شاعر بنده پوهیږي
چې حقیقت د نفرتونو څخه
د یوه ضد په ترڅ کې
خپله خوښي او سعادت اخیستی
خو د تردید ونې ته لا هم د یو چا له فکره
اوبه مالګینې ورځې
او په پیوند کې یې مېوه خوږه ده
ډار مې له هغې ورځې
چې زه مې ستا د ژبې ټوله هستي ستا په نوم کړم
ته د (نوښت) په شیطاني سپېڅلتیا وپوهیږې
لکه ښامار شې فاصلې وخورې
د حیرانتیا اووه دېواله مات کړې
او مخامخ به راته ودرېږې
سترګې له اوښکو ډکې وبه وایې:
ولې دې داسې وکړل؟!
او زه به تاته په ژړا وویم:
ولې دې داسې وکړل؟!
او بیا له دې نه وروسته
دا چې نفرت څومره لمن غځوي
دا چې د شعر په لمن اوښکې څومره لارې کوي
دا چې شکمنه مضطربه اروا
د حیرانتیا په ساه کې څومره حقیقت خپلوي
او عاطفه دې هم په کومه کچه
د نفرتونو غلامي نه کوي
په دې خبره زه هم نه پوهیږم!
...
جلال آباد ۱۳۹۰/۹/۹