...

فرید باراني

غږ مې د چا په لاس درولېږمه؟

غږ مې د چا په لاس درولېږمه؟

ورځ زنداني ده لا د شپې په غېږ کې

آیا د ستړي زړه اواز مې اورې؟

غږ مې د چا په لاس درولېږمه؟

ټوله دونیا ویده ده

یواځې زه یم چې د شپې تک تور ټکي خورمه

او په یواځې وجود

ستړی لګیا یم د رڼا د خلاصېدو لپاره لار خلاصوم

تر څو چې بیا سهار شي

خور مې په خپلو جنتي لاسونونو

له سوړ وجود څخه کمپل ایسته کړي

تر څو دفتر ته د ورتللو بندوبست ونیسم

هغې زما د ژوندانه د تکامل لپاره

هغې زما د بشپړتیا لپاره

زړه ستړی کړ

ځان ستړی کړ

مګر د عشق د کلمې وپای ته

د ځنکدن په حال کې

سلګونه نوي او زاړه اسوېلي

او د قلم په خوله کې

یو څومرموزې جملې؟

ورځ زنداني ده لا د شپې په غېږ کې

آیا د ستړي زه اواز مې اورې؟

غږ مې د چا په لاس در ولېږمه

ټوله دونیا ویده ده

یواځې زه یم چې د شپې تک تور ټکي خورمه

او په یواځې وجود

ستړی لګیا یم د رڼا د خلاصېدو لپاره

لار خلاصوم

...

۶/۹/۱۳۹۰-جلال اباد صفا راډیو