...

فرید باراني

کلی

دبې مفهمومه تور غرور له آنه ډکه هستي

زړې کوڅې اوړی له خاورو ډکې

ژمی د خټو له راوړو نه بېزار

د کور دېوال یې له پسخو څخه جوړ

او داخلي تزیین یې شوی په لاسي تپکو

دوسوه کاله د بابا د نامه

په حقیقت پسې وتلي خلک

دوسوه کاله کېږي

چې لاهم دوه ساعته

له زاړه کلي نه بازار ته ستړې لاره وهي

او وسیله یې لا هم

په شا زخمي د یوویشتم قرن څلور پښې لرونکی حیوان

دوسوه کاله د بابا په نامه

په حقیقت پسې وتلي خلک

دوسوه کاله کېږي

چې اوړی صرف دومره غنم وکري

چې په سوړ ژمي کې یې

راسته پښه له چپې کوزه نه کړي

کلی اوس هم د مسلمان اسایش نه خوښوي

دوه سوه کاله کېږي

چې د څراغ سپینه ښيښه د ماتېدلو له ساتنې څخه

د لنګوټې په ولو کې کلکه ساتي

د بخارۍ ټوټکه

په خورجینه منډلې

زاړه ټېپونه په اوږه، په سپېرو خرو سپاره

د واسکټ جېب له تورو وڅکو نه ډک

‎‎په جک اواز باندې خبرې کوي

د مقري ۱ او د زړې قندي کوچۍ ۲ د نواردو په پردو کې خپل د ستړي فکر

تورې کوټې ته تخیل جوړوي

دوی لا تر اوسه

د ربړین ژي څخه

د خړو اوبو له خونده نه دي ماړه

او کوم انسان چې یې خپل خر د لوست له رود څخه په ویاړ وباسي

نو بیا جومات یاهم د پله په سر

خپلو همځولو سره

په خورا مینه پلترۍ ووهي

د ولسي شاعر

سید عبدالخالق ۳ کوچینی کتاب په لاس کې

خپلو همځلو ته یې اوروي په ټوله مینه :

برایي ټوله شپه خوب نه و تر سهاره

پر ځای ومه بیداره د کیکې د ستمه”

...

۲۹/ ۸/۱۳۹۰ - صفا راډیو، جلال اباد

۱. سندرغاړی “ عبدالله مقري”.

۲. پښتنه محلي سندرغاړې.

۳. د کندهار د سیمې شاعر دی، چې د شعرونو دېوان یې “ډېوه” نومېږي او د عبدالاحد همنوا په زیار په کوېټه کې چاپ شوی.