...

فرید باراني

دود

کله چې وپوهېدو

چې رواجونه زموږ د ژوند د ولایت له څوکۍ

استعفا نه ورکوي

او حاکم دود

د پيغمبر په څیر

په داګه حکومت چلوي

نور نو د زړه له ډېره درده ټول خولې خولې شوم

سر مې د خپپل ژوند په ناکامه حالت وګرځېدو

او ته!

ته مې د زړه په زور

له زړه څخه راوباسلې

نور مې وجود د ځنکدن صحنه وه

ته هغه شپه

زما له سترګو نه په لپو لپو اوښکې شولې

تر نیمې شپې مې د ګرېوان په لوري وبهېدې

چیغه فریاد شولې د دود په تاو کې

د خدای له نوم سره یو ځای ووتې

زما د ژوند په هغې تورې شپې کې

سکوت قاتل

د ترهګر غوندې

ټنونه چوپتیا

زما د اطاق په لېونۍ اروا کې و پاشله

سر مې کټ مټ لکه د یخو غټی

له دېره درده زما په واک کې نه و

لپټاپ مې ګول، کتابونه مې ګډوډ پراته وو

پاس په اسمان کې ښکلي ستوري ځلېدل ځلېدل

او رڼې میاشتې

د کړکۍ له خوا نه

لږه رڼا کړې وه

نور مې هماغلته تصمیم ونیوه

چې : نور نو بس دی

هېروم دې د ابد لپاره

...

۲۴/ ۱۲/ ۱۳۸۹ - صفا راډیو، جلال اباد