...

فرید باراني

د الهام پرېښته

ته د شعرونو د الهام پرېښتې

د نازکخیاله حسن

او دخیالونو د ماڼۍ

هغه نګین ته ورته

چې زه پنځه کاله شوم

ستا د رخسار له آیینو له باغه

لکه ماشوم

ځان ته مڼې شکومه

خوب

بېګاه مې خوب ولیدو

زما د نور له زړه نه

ته په خونخوارو ګوتو

چړې ته ورته خشمناکه مستوي تېره کړې

ته وې د قطعې د اجرا په هیله

خو زړه زما په وینو سور شي او ټوټې ټوټې شي

په چیغو چیغو درته وژاړي او دا ووایي

ولې دې داسې وکړل؟

وروسته له څو شېبو نه

د شپې تور تم کې آیینو غوندې چوپ کښېنمه

زه جانان ته لا تر اوسه نامرئي ښکارمه