فرید باراني
کوټه د ژوند له هیاهویه غلې
د ساعت د ټیک او ټاک غږونه
زما په غوږونو کې چړې رامنډي
زما ارادې نه پرېږدي چې
د خیال په نیمه لار کې
د یادونو کاروان ودروي
نور مې د عقل حوصله ختمه ده
نور راپاڅېږمه ساعت له پاسه ولمه پر ځمکه باندې
ساعت ټوټه ټوټه شي
دقیقه ګر، ثانیه ګر
د شهادت په لوري وخوځېږي
چوپه چووپتیا خوره ده
خو یو اواز مې لا هم اوس ځوروي
د ساعت د ماتېدو اواز
زما غوږونه په سوهان توږي
هله!
یو سوچ
“ د مېز جعبه وګوره
هلته مالوچ پراته دي
لوډسپیکرونه په مالوچو پټ که»
د سبېل پاتې اواز
خدایه تر اوسه له ورک شوی نه دی
زما مغزونو ته یې لارې کړې
هغه ازار او ټیک او ټاک ښه و
کاشکې ساعت خو مې مات کړی نه وای
هو دا تېر عمر یادوم
کاشکې مې ستا په خیالاتو کې بایللی نه وای
...
۲۰/ ۴/ ۱۳۹۰/ - صفا راډیو، جلال اباد