...

فرید باراني

د راتګ زېری

په سکوتي شېبو کې

د خپلو هیلو د ماتم له ښاره

پلی پیاده، د زړه پښې تڼاکې

تور ببر سر

له خپل ستړیا او پلیتوب نه کوز شوم

د خپل راتګ زېری د چا په لاس درولېږمه

آیا اواز مې اورې؟

...

۶/ ۹/ ۱۳۹۰ صفا راډیو جلال ابا د