...

فرید باراني

شهوت

ستا په وجود

زما د شهوت خیالونو لاره کړې

هو ما غلط مه ګڼه

زه مې د خپلې تنهایۍ

سړې او تورې انتها ته رسېدلی یمه

زه نور له هغو شاعرانو نه یم

چې په خپله ژبه محدودیت لګوي

او هم له خپلې بدنامۍ وېريږي

دا هم له هغو شعر سازو حقایقو یو دی

چې هر شاعر یې له علت نه سترګې سرې ګرځوي

ستا په وجود

زما دشهوت خیالونو لاره کړې

او هره شپه

زه چې د شپې تورې آینې ته ګورم

نو زما سترګې له شهوت نه سرې وي

ماته له دې نه وروسته

په دغه ستړي مسافر اطاق کې

اوسېدل خوند نه لري

زه مې د خپلې بې کسۍ د ضرورت اړخ په پام کې نیسم

زه نور له دغه تنهایي نه والله ستړی یمه

...

۴/اسد/۱۳۹۰ صفاراډیو جلال اباد