فرید باراني
سترګې
سترګې دې زما
د شپږ کلن تخیل
د لېوني زړه معما ته ورته
یا هم زما د هرې شپې
د وږمیز خوب
هغه وږمیزه څېره
راته راځي
ما د کتو په سېلاب
د اختیار له پله نه
له دې نړۍ نه پورې باسي د وږمو په سفر
نور نو ورکېږم سر په دښته ستا دسترګو په یاد
درې څلور ورځې کور ته نه را ځمه
او د روزګار په بانه
پلار ته دروغ وایمه
چې په دفتر کې مې کارونه ډېر دي
خو زما پلار
هغه د تېرې زمانې سپين ږیری
په دې خبرو باندې نه پوهيږي
لا خبر نه دی چې پرېشانه زوی یې
د یو چا سترګو
د نړۍ له دې بېباکه توازون څخه پخوا ایستلی
...
۲۱/ ۲/ ۱۳۹۰ صفا راډیو جلال اباد