...

فرید باراني

یاد‏ونه

څومره په رمز درته د مینې یادونه وکړم

حد ورته ته وټاکه

نور مې د صبر پښې

د انتظار په تبر مه ماتوه

اوس خو زما د کتابونو پاڼې

زما د زړه

زما د درد خبرې هم تا له در ورسېدې

نور نو زما اوستا تر مینځ

کومه خبره ناوېلې پاتې،

چې موږ د ځان سره ویلې نه وي؟

دواړه پوهېږو

چې منصور غوندې

په مینه باندې سر ورکوو

دواړه پوهېږو چې د روڼ سبا زرینې وړانګې

د عشق په سوځنده ناکامه مازدیګر ورکوو

...

۱۴/ ۷/ ۱۳۸۹ جلال اباد صفا راډیو دفتر