فرید باراني
د پاچاهۍ شمعې
څومره په ناز دې
زما دزړه د هیلو ژېړ مني ته
سترګې راواړولې
هلته
زما اوستا مخې ته
د کورني محدودیت توره بلا ودرېده
زه ستا د سترګو په لیدو په هر څه وپوهېدم
زموږ تر مینځ
سټړې ناروغې او لېوالې هیلې
د یو بل سترګو کې راونغاړلې
وروسته د وخت ترافیک
مو لارې بېلې کړلې
خدای پاماني ته یې پرې نه ښودلو
شاته مو ورو ورو کتل
او د ارمان سوي داغونه مو وړل
بس د تندي برخه ده
د دې وطن د حاکم دود
د تنګ ذهنیت د پاچاهۍ شمعې تر اوسه
لا مړې شوې نه دي
...
۲/ ۶/ ۱۳۸۹ هرات د حاجي عباس کلی