...

فرید باراني

د ناهید د “ تنهایي” شعر ژباړه

یوازېتوب

زما د غمجن زړه د خپګان تیږه کې

ترسیمېدای شي :

له یوې ګردجنې ورځې رانیولې

تر یوې کړکۍ

تر یو ساړه زندانه

تر یوې چوپې مرغۍ

تر یوې چوپې او ارامه ښځې

زما زړه تنګي کېدای شي

په یو کتاب بدل شي

له یوې تریخې کیسې نیولې

تر یوې غمجنې پېښې

آن د یوې ونې بې مفهومه رابطه

د هغې له سیوري سره

او په یو کښت باندې

د ملخانو بې حسابه هجوم

او د یوې تنګې کوڅې د ازدحام شورماشور