...

فرید باراني

د هیلو پوځ

ما ته یوه لپه دیدن د تورو سترګو راوړه

چې د بې صبره زړه ماشوم طاقت مې

د زړه له کور څخه راوباسمه

او ورپسې خپل د کلونو پرېشان فکرونه

ټوله راټول کړم مېلمستیا ونیسم

او په پیالو کې ستا د حسن دیدنونه وکړم

نور یې تصمیم او تمرکز یوې نقطې ته پرېږدم

ټولو ته دا ووایم :

زما درنو ښاغلو،

سلام علیکم!

زما د هیلو غازي پوځه!

ماته غوږ ونیسئ!

چې د بې صبره ز ړه ماشوم طاقت مې

د یار په لاره نذرانه اېښی دی

...

۱۷/ ۳/ ۱۳۸۹ - ننګرهار پوهنتون