...

فرید باراني

د رزاق فاني د «مهاجر» شعر ژباړه

مهاجر څوک دی؟

سهار وختي

سترګې له اوښکو ډکې

وړوکی زوی مې له کوڅې نه راغی

په غرېو نیولي حالت

یې راته «هو » ویل چې

«هله بابا ووایه

چې مهاجر څه مانا؟

چې دا به نوم وي که ښکنځلې به وي؟ »

زړه مې د زوی له دې پوښتنې نه

د وينو له فریاد ډک شو

او له نظر نه مې د اوښکو مرغلره سترغلو باندې راکوزه شوله

د لاس په شا مې اوښکه پاکه کړله

او په خپل ذهن کې مې

د یو قانع ځواب په لټه باندې لاره وکړه

او ورته ومې ویل :

« ګوره! زما زړګیه،

ته لا پوهېږې چې هېواد څه مانا؟»

وې ویل :

«هو!

تا خو په خپله یوه ورځ ماته همدا وويل

(هېواد زموږه د نیکونو کور دی

په مخ مې کلک مچو کړ

په ژړغوني شان آواز مې ورته وویله :

«که په توره شپه کې

ډله د غلو او دفاسدو خلکو

ستا دبابا جونګړه وسوځوي

او په هر لوري کې اورونه بل کړي

اوته د غلو له وېرې

او د وحشت له خورېدو څخه له کوره ووځې

او په شپو شپو د نورو خلکو په انګړ واړوې

مهاجر کېږې زویه

مسافر کېږې زویه »

د زوی په سترګو کې مې اوښکې راغلې

روان یې خټه شولو

او راته ویې ویل :

«وپوهېدم!

دا مهاجر، مانا بې کوره سړی.»

ما یې د شعر له ساده ژبې نه یو بیت جوړ کړ

د ژبې لاندې

ورته ومې ویل:

«زویه رښتیا وایې ته

مهاجر، یانې بې کوره سړی

او مهاجر، مانا بې ځالې مرغۍ»

...

۱۳‍\ ۹\ ۱۳۹۰ جلال اباد