...

فرید باراني

زر سلامه مې لېږمه مصطفی ته

اولین او اخرین رسول الله ته

 

د اسلام په طریقت کې یې جهان روڼ کړ

خپل و دین ته یې راستون د زړه جنون کړ

یوه شمعه ده رڼا ټولې دنیا ته

اولین او اخرین رسول الله ته

 

یوه شمعه ده سوځېږي تر اخره

په هر زړه کې به بلیږي تر اخره

د پتنګ په رنګ معشوق دی و هر چا ته

اولین او اخرین رسول الله ته

 

د دونیا په ښکته پورته بلندي کې

همېشه به وي انسان په خستګي کې

چې را نه شي د رسول الله دوا ته

اولین او اخرین رسول الله ته

 

ټول عمر کې یې لیکمه دوه شعرونه

خلاص به نشي دې ډېوې ته صفتونه

د رسول په روی دې رحم وشې ما ته

اولین اواخرین رسول الله ته

 

همېشه یې نوم جاوید دی په بیان کې

لکه هر ساعت یادیږي په اذان کې

صداقت یې پورته شوی دی سما ته

اولین او اخرین رسول الله ته