فرید باراني
هره شېبه د ارمانونو جنازه اخلو
د طبیعت له غېږې هره حادثه اخلو
دومره بې مینې به اېمانه بې تدبیره نه یو
چې د خپل کور په مقابل کې دروازه اخلو
ته په سل رنګه زما د سر او هیلو قتل کوه
دغو کسانو ته به ستا نه همسایه اخلو
سپوږمۍ دې نور د بې خوبۍ نه بهانې نه کوي
موږه په سپین سهار له ځمکې نه سایه اخلو
هره شېبه د ژوند اروا په وینو لای خښوو
موږ له فلک نه څه بدبخته زمانه اخلو