فرید باراني
د کابل کربلا
های د
نړۍ خاونده!
د خپلو
سرو توی شوو وینو
له
وروستۍ سلګۍ نه غږ کومه
آیا
اواز مې اورې؟
یوه
پوښتنه لرم
دا ځل د
وخت دنثار
او له
یهودو شکایت نه لرم
دا ځل
په دې کې راګیر شوی یمه
چې په
اسلام کې
د مومن
د کومې ډلې د سر مرګ روا دی؟
ښه
مسلمان څوک دی؟
او د
شیعه او د سني په نوم به لا تر کله
د کابل
جان د کربلا شېبې په وینو لمانځو؟
بې خوبه
سیوری
له کوم
احساس نه
چې تا
خپلې ارادې څارلې
ما د
هماغه احساس
په
مضطربه لاره
خپل د
مسیر په وارخطا مزل کې
د
ژوندانه بې خوبه سیوري تر پښو لاندې کړل
اود
ذهنیت له مکررو انګازو نه مې
دعشق په
قیمت
هغه
ناولي تور غوږونه ټول کړل
چې په
لمانځه کې به یې هم مزاحمت کولو
او نیمه
شپه به يې هم نه پرښودې
چې یو
ارامه خوب ته غېږه کېږدې
ما
دژوندون د دې بې خوبه سیورو
د
ورکېدو قاطع تصمیم نه درلود
زه مې د
هیلو په محشر کې دا سې ورک اولېونی ښه ومه
خو
خدایزده چا راته په غوږ کې ووې :
چې ژوند
ارام نه لري
لکه
اوبه روان دی
د
ټولېدو لپاره لپه غواړي
جام نه
لري
شپه
شپه د
یو څو مرمزو اوښکو
په
تیاره لپه کې
د څو
وړو تودو سلګیو
په کنګل
اخته ده
درد د
پرونۍ شپې بې خوبه مسافر لاروی
او تحمل
د ناکردیو ډنډ کې پښه د انتظار ماتوي
ضمیر د
مینې د هوس د ویالې
په غاړه
ناست دی د افسوس تر څنګه
په وړو
لپو د اوبو څښلو هڅه کوي
شاعر
حیران لکه د ښار په څلورلارې کې یو بت ته پاتې
د قلم
خوله یې چا ګنډلې ده ترې
د هغه
ذهن ته سوژې
لکه
خواستګار چې په کوم ښکلي پسې زړه ستړی کړي
او د
امید لپې ته پرلپسې لویږي
د انکار
غږونه
ګوډې او
ماتې را ځي
شاعر د
ګوډو او ماتو سوژو
په سوړ
میدان د استعداد آسونه وځغلول
خو د
هغه د امید لپې لره هیڅ رانغلل
صرف او
یواځې دومره :
شپه
د یو څو
مرمزو اوښکو
په ګنګل
اخته ده
درد
د پرونۍ
شپې مسافر لاروی
او تحمل
د
ناکردیو ډنډ کې پښه د انتظار ماته کړه
ضمیر
د مینې
د هوس دویالې
په غاړه
ناست دی د افسوس له څنګه
په وړو
لپو د اوبو د څښلو هڅه کوي
۱۴ قوس ۱۳۹۰ صفا راډیو، جلال اباد
والعصر
ستا په
خیالونو کې تېریږي
د زمان
د ټیک او ټاک هره شېبه په منډه
د قران
ټوله مانا
هغه سره
زر چې خدای په خپله
پرې «
والعصر » وویل
هره
شېبه یې ستا د خیال په بې پایانو دښتو
لکه
باران دانه دانه تویېږي
علت یې
ټوله ناچاري ده
او زما
بې خوده لېوني دستاورد
هغه
شېبه ده چې تېریږي
حس کوی
یې نشم
د تېرو
تېرو زمانو یو بې وجوده کلېپ
په
دواړو سترګو کې مې وڅرخېږي
لکه
خراب او سولېدلی فلم
زما په
سترګو کې خطونه وکړي
له
اوښکو ډکې مې شي سترګې
د تصویر
له تمرکزه ووځي
او زه
تنها په دې تنها اطاق کې
پټ مې
په زړه کې بس همدا تکراروم
« ستا په خیالونو کې تېرېږي
د زمان د ټیک او ټاک هر شېبه په منډه
د قرآن ټوله مانا
هغه سره زر چې خدای په خپله
پرې والعصر وویل»
...
۳ \ لیندۍ \ ۱۳۸۹ جلال اباد، صفا راډیو