...

محمدیونس خان

شیرین یار زما د دواړو سترګو تور دی

چې یې تور د سترګو نه وي هغه کور دی

په دنیا کې چې بنیاد د اشنایي کا

په هغه د جدایۍ پورې پور دی

واویلا د عاشقۍ له ډېره سحره

لېونی عاشق وېزار له پلار و مور دی

که بې درده ثنا نه کا زیان دې کوم دی

ستا د حسن خبر تللی لور په لور دی

د محنت وری دې دروند ورباندې کېښو

خوار عاشق تر درانه بار لاندې نسکور دی

باد یې هم د څنګ و ګرد ته نه رسیږي

هغه څوک چې ستا د عشق پر براق سپور دی

چې د عشق څراغ یې نه وي په ګوګل کې

هغه زړه لکه مرده ګوګل یې ګور دی

زه یونس چې ستا په مینه کې رسوا شوم

اوس په بیار ته جار واته راته پېغور دی