...

محمدیونس خان

څو و نه ښانده په مینه باندې سر چا

کله بیا موند شیرین وصل د دلبر چا

که ښایست یې ستا له حسنه روزي نه وي

په دا حسن به لیده شمس و قمر چا

که پخپله مې خپل مهر رهبر نه وي

راکاوه به د دلبر د لور خبر چا

که دا ستا د زلفو بوی یې تر مشام شوی

دوباره به یادول مښکو عنبر چا

په وصال پسې خوناب له سترګو وري

په اسانه وصل بیا مونده کمتر چا

ښایسته لیلی به نه مومي په کور کې

څو جدا لکه مجنون نشي له هر چا

جدایي بې حلق ور تریخ لکه ګنډېر کا

چې نوشلی د وصال شهد و شکر چا

و کرم ته یې کار وسپاره یونسه!

مقصود کله دی میندلی په هنر چا