شاه حسین هوتک
بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم
په تیارو کې د هجران یې له تا دور کړم
بېلتانه دې هسې اوښکې راخپرې کړې
ستا د فکر په ګرداب کې تل عبور کړم
د فراه پړی مې کښېوت و مرۍ ته
په جهان کې یې رسوا لکه منصور کړم
په وصال دې هم ناښاد یمه دلبرې!
د بېلتون فکر په زړه کې ناصبور کړم
د باڼو غشی مې وخوړ په ځګر کې
غمازانو په غمزو غمزو مهجور کړم
خلق یاد زما، د عشق په لېونو کا
زه حسین محبت هسې مشهور کړم