...

ملا باز توخي

راسه پر څنګ، راسه لیلی، ته مې نږدې سه له دل

یمه زخمي چې مې و نه نجتی په خوږ زړه منګول

راسه پر څنګ، راسه لیلی ولې له ما کړې بېلتون؟

دا ستا له غمه مې زړګی دی په سرو وینو ګلګون

که هر څو تښتم نه پرېږدي مې ستا د عشق شواخون

زه نه خلاصېږم له غمازه په لېږدنه په تلل

***

راسه پر څنګ، راسه لیلی، چې دې په زړه کم ملهم

دا ستا په عشق کې مې تر شا کا د دنیا واړه غم

حساب کتاب مجلس مې واړه کا ستا مینې برهم

لار ورته نسته چې دې کېنوم درون په ګوګل

***

راسه پر څنګ، راسه لیلی، چې دې په زړه کم پورې

کجل درواخله دواړې سترګې به دې زه کم تورې

لیدل به ستا د مخ کوم، اندېښنې نه کم نورې

په کار مې نه دی ستا بې مخه د جنت زېړی ګل

***

راسه پر څنګ، راسه لیلی، چې سره وکړو خواله

پر تا مین یم بې له تا مې نسته هیڅ اندېښنه

زه د غرو باز وم، تا بندي کړمه قفس کې پر څه؟

یو وار مې خلاص که، چې بیا زده کړم د وزر خپرول