...

شیخ علي سرور

محبت پیاله مې نوش کړه په مجاز کي

د حق نور وینم په سترګو د ایاز کي

درست وېن راته دریاب شو بې دیدنه

دید مې نشي مګر خدای مې سبب ساز کي

که زه مړ شم هم له ګوره کړم سر پورته

ناګهان چې مې دلبر پورته اواز کي

که مې سر غوڅ د رقیب په تېره نېغ سي

هم به ځم که دلبر غوښت په مهر و ناز کي

زه و یار مداماً ناست و یو له بله

پر غماز دې بارې کاڼي د غم ساز کي

ګران بېلتون به د هغو مینو وینه

چې تل ناست وي په خلوت کې سره ناز کي

اې سروره! غمازان شوه بې حسابه

پاک الله دې صورت تش بې مغزه بیاز کي