...

شیخ محمد صالح

چې په زړه یې غشي څرخ سي د چشمانو

روغ به نه سي په دارو د طبیبانو

چې نور تن له رنځه خلاص په زړه رنځور وي

دا د زړه دارو جوړ نکړه حکیمانو

مګر الله چې حبیب دی هم طبیب دی

کار سازي کا د خوارانو رنځورانو

هیڅ اثر راباندې نه کاندي عالمه!

ښه ویل در و ګوهر د ناصحانو

نصیحت زړه غواړي، زړه نسته ګوګل کې

زړه مې وړی په منګولو خوبرویانو

که صالح غندې د زړه په وینو پایې

نور دولت پر دنیا نسته طالبانو