شیخ محمد صالح
دلیل د
مینې فیض هر سبا وړم
بېهوده منت
به ولې د نور چا وړم؟
چې اشنای د
شپې ناڅاپه په لاس کښېوت
روښان زړه
په ګوګل پت لمر په سما وړم
پر دنیا که
تجارت څوک د دنیا کي
زه د زړه
په بازار بار د عشق سودا وړم
د لیلی
لیدل دې رب په بها، نه کي
خزانه که د
دې کل جهان په شا وړم
که پر تخت
مې د سلیمان سپور کړې سړیه!
عاقبت
خاورو ته ښه عمل پېشوا وړم
بې له عشقه
خوشحالۍ پر ما حرامه
زه صالح که
په خوله خوښ په زړه ژړا وړم