رحمان بابا
زه دا هسې دېوانه و مجنون چا کړم؟
له رواجه له رسومه بېرون چا کړم؟
نه پوهېږم چې دا چارې په ما څوک کا
لېونی د خپ لنګاه په افسون چا کړم؟
کومې سترګې، کوم باڼه کومه غمزه ده
ډوب شهید غوندې په خاک و په خون چا کړم؟
توان توفیق خو د فتنو راڅخه نه و
په بتنو د تورو سترګو مفتون چا کړم؟
رحمان هیڅ له خپله ځانه خبر نه وم
چې دا هسې رنګ زبون او محزون چا کړم؟