...

شیخ تیمن

ګهیځ رڼا د لمر خپره سوه    زما پر کور د ویر ناره سوه

د بېلتون ورځ توره تیاره سوه

ږغ سو ناڅاپه چه بېلتون راغی

زړه مې له دې ویرنې شین دی    په ژړا ژاړم څه ناورین دی

زرغون له اوښو مې سادین دی

په نول نولېږم چه تاخون راغی

نه به بیایم نه به بیا راسي    نه به تیاره شپه زما رڼا سي

نه به شهي راته پخلا سي

بېلیږي پېر یې اوس دیون راغی

د څښتن پار دی هېر مې نه کړې    اغلیه مخ چه په یانه کړې

اوربل دې پرېښووی وا ته کړې

پر ما د بل اور کړوون راغی