...

ابو محمدهاشم سرواڼی

ژبه هم ښه وینا کاندي چه یې وینه

د خاوند په لاس کې زر او درهمونه

ژبور ورله ورځي وینا یې اروي

د درهم خاوندان تل وي په ویاړونه

که درهم یې ځنې ورک سو، سي نتلی

پر نړۍ یې وي په خړو پېژندونه

که بډای سوڼي وبولي خلق وايي

دا وینا ده رښتاینه له رښتونه

که بې وزلی ووايي رښتیا خبره

نور ووايي دا خو سوڼی دی تېرونه

هو درهم ښندي هر چا له لویه برخه

د درهم د خاوند هر ځای پرتمونه

درهم ژبه ده که څوک ژبور کیږي

ده وسله که څوک په کاندي قتالونه