ښکارندوی
د پسرلي
ښکلونکي بیا کړه سینګارونه
بیا یې
ولونل په غرونو کې لالونه
مځکه
شنه، لاښونه شنې، لمنې
شنې سوې
طیلسان
زمردي واغوسته غرونه
د
نیسان مشاطې لاس د مچېدو دی
مرغلرو
باندې وښکلل بڼونه
د غټولو
جنډی خاندي و ريدي
ته
زرغونو
بڼو کې ناڅي زلمي جونه
لکه
ناوې چې سور ټیک په تندي وکا
هسې
وګاڼل غټولو سره پسولونه
مرغلرې
چه اورو
وخونولیه
په ځلا
یې سوه راڼه خپاره دښتونه
زرغونو
مځکو کې ځل کا لکه ستوریه
چې پر
هسک باندې ځلیږي سپین ګلونه
سپينې
واورې ویلېده کاندي بهیږي
لکه
اوښې د مین پر ګرېوانونه
هر پلو
رڼې والې بهاندې خاندي
له
خوښیه سر وهي په سینګړونه
هر پلو
د ګلو وږم دی لونلی
ته وا
راغله له ختنه کاروانونه
د مسیح
په پو به مړو ژوندون بیا موند
پسرلی
مګر مسیح سو په پوکړونه
له مړو
خاورو یې آغلی ګل رایوست
وچ
بیدیا او غر یې کړله
جنتونه
سړی
جاجي چه را
مشت کړ را مشتګرو
ګهیځ
چوڼی چې په بڼ وکا ږغونه
په
بربڼ چه ږغ د
چوڼیو نغوږېده سي
ته وا
چندي سره پیو دي اشکلونه
د زلما
ټاپی راغلی دی پر جنډیو
لکه
پیغله غوټۍ کاندي مکیزونه
د
پوپلو مخ سور کړی پسرلي دی
یو د
بل په غاړه اچوي لاسونه
د
هېندارو په څیر غرونه سپین وړنګن دي
چې پر
واورو باندې ځل وکا لمرونه
په
غورځنګ، غورځنګ له خولې ځګونه باسي
لکه شڼ
هاتي شڼا کاندي سیندونه
نه به چوڼې په
ستايه د ګلو موړ سي
نه به موړ سم
د سلطان په صفتونه
د شنسب د
کهاله ختلى لمر دى
د پسرلي په
دود ودان له ده رغونه
د ښندو اورو يې
درست اېواد زرغون کړ
له قصداره تر
دېبله يې يونونه
په زابل چې د
بري پر نيلي سپور سي
په لاهور يې د
مېړانې ګزارونه
نه يې څوک مخ
ته دري د مير څمنو
نه يې تورې ته
ټينګېږې کلک ډالونه
د اسلام د دين
شهاب د نړۍ لمر دى
تورستهان يې کړ
رڼا په جهادونه
هره پلا چه دى
پر هندو سند يرغل کا
رڼوي توره نړۍ
په شهابونه
په پسرلي چې يې
تېرون پر اټک وکا
غاړه غاړه يې
ترې سوللـه زړونه
نه به ده غوندې
روڼ ستورى په هسک ځلي
که څه پورته
سي له غوره ډېر مېړونه
نه به راولي جګړن
د سيند په لوري
نه به بري څوک
د هند خپاره ښهرونه
نه به څوک
زلمى د غور سره را غونډ کا
د داور تورې
به چېرې کا ځلونه
يو خاوند شهاب
الدين دى چې يې وکا
په هر لوري هر
اېواد ته يرغلونه
په جوپو جوپو
جګړن يې هند ته يون کا
چې د غور
بادار همت وکا زغلونه
نن په سيند
باندې تېرېږي يرغل کاندي
په پرتم يې
زمري رېږدي په ځنګلونه
څپان سيند يې
هم له ډاره ايلايي کا
پر اوږو وړي د
غوريانو ښه اېړونه
په هر کال اتک
د ده ښه راغلى کاندي
غوړوي په څنډو
خپل پاسته سالونه
پښتونخوا ښکلي
زلمي چې زغلي هند ته
نو اغليه پېغلې
کاندې اتڼونه
زرغونې ختې
اغوستې وې دې غرونو
بټ بېديا هم
پسوللى وي ځانونه
هر ګهيځ چې
لمر څرکېږي له خاتيځه
څو چې يون کا
د لويديځه په څنډونه
که برېځر وي
که غرمه وي که برمل وي
که لر مل که
لمر لوېده که تر ملونه
د شهاب جګړن
په نه کښينى له زغلو
نه به پرېږدي
دا زلمي خپل بهيرونه
زمري کله کاږي
ځان له يرغلګريو
څو يې نه کا
مات مټونه ورمېږونه
يا به جګ کا د
بريو رپي په هند کې
يا به پرېږدي
هم په دې چاره سرونه
يا به وران کا
بودتونونه د بمبڼو
يا به سره
کاندې په وينو اېوادونه
په رڼا اوسې
ته تل د دين شهابه!
نوم دې تل وه
پر دريځ په نمزد کونه
څو راڼه شي
ستا په توره د هند لوريه
څو چې نست کړې
له نړيه بودتونونه
ستا په زېرمه
دې خاونده لوى څښتن دى
موږ خو ستا په
مرسته يو نه څو چې يونه