...

اسعد سوري

د فلک له چارو څه وکړم کوکار

زمولوي هر ګل چې خاندي په بهار

هر غاټول چې په بیدیاغوړیده وکا

رېژوي یې پاڼې کاندي تار په تار

ډېر مخونه د فلک څپیړه شنه کا

ډېر سرونه کا د خاورو لاندې زار

د واکمن له سره خول پرېباسي مړ شي

د بیوزلو وینې توی کاندي خونخوار

چې له برمه یې زمري رپي ځنګلو کې

له اکوبه یې ډاري تیرو جبار

هم یې غشي سکڼي ډال د ژوبلورو

رستمان ځینې ځغلا کاندي په ډار

چې یې ملاوي نه کږیږي په غښتلیو

دا فلک پرې وکړي څه کاري ګوزار

په یوه ګردښت یې پرېباسي له برمه

نه یې غشی نه لیندۍ نه یې سپار

څه تیری څه ظلم کاندې اې فلکه

ستا له لاسه نه دی هیڅ ګل بې له خار

په ورژلو لور نه کړې په زړه کراړیه

پر نتلیو اوروې د غم ناتار

هیڅ روغی مې په زړه نشته ستا له ځوره

بېلوی په ژړا ژړ مین له یار

له تېریو دې اوښې څاڅي له اوریځیو

چینې ژاړي په ورټ ورټ ستا له شنار

نه به لاس واخلې له ځوره نه به لورې

نه به ملا کړې له بېوزلو له ترار

نه به زړه وسوځوې په هیچا باندې

نه به پریوزې له ګردښته له مدار

نه به وصل کړې مین له بل مینه

نه په درملي ټپونه د افګار

ستا دلاسه دي پراته ژوبل زګیروي کا

هر پلو ته ټپي زړونه په ځار ځار

کله غوڅې کاندې مراندې د زړګیو

کله تېر باسې وګړي هوښیار

کله ټکی واچوې پر نازولیو

کله څیرې کړې ګریوان د نمنځي چار

کله غورځوې واکمن له پلازونو

کله کینوي په خاورو کې بادار

زموږ په زړونو دې نن بیا وویشته غشی

ودې ژوبلله په دې غشي هزار

پر سوریو باندې ویر پریوت له پاسه

محمد واکمن چې لاړ په بل دیار

یو وار شو اسیر په لاس د میرڅمنو

انتقال یې وکړ قبرله بل وار

په سماو يې ودان آهنګران و

په ټیکنه و پر درست جهان اوڅار

د محمود د ژوبلورو په لاس کېوت

چې غزني ته يې بوتلی په تلوار

ننګیالیو لره قید، مړینه ده ځکه

ساه یې والوتله هسک ته پر دې لار

تر نړۍ یې غوره خاورې هدیره کا

د زمریو په بیړیو کله وي څوار

په دې ویر د غور وګړي تور نمري سول

په دې ویر رڼا تیاره سوله د ښار

ګوره څاڅي رڼې اوښکې له دې غرونو

دا کړونګی ساندې لی په شورهار

نه هغه زرغا د غرونو د بیدیا ده

نه د زرکو په مسا دی کټهار

نه غټول بیا زرغونیږي په لاښونو

نه بامي بیا مسېده کا په کهسار

نه له غرجه بیا راځي کاروان د مشکو

نه رادرومي غور ته بیا جوپې د شار

د پسرلي اوره تودې اوښې تویوینه

مرغلرې به نیسان نه کړي نثار

دا په څه چې محمد لاړ له نړیه

په ویرنه یې سو غور ټول سوګوار

نه ښکاریږي هغه سور د سور په لتو

نه ځلیږي هغه لمر پر دې دیار

چې به نجلیو په نڅا پکې خندله

چې به پیغلو کا اتڼ قطار قطار

هغه غور په ویر ناتار د واکمن کښېوست

هغه غور شو د جاندام غوندې سوراړ

لاس دې مات شه اې فلکه چې دې وکا

محمد غوندې زمری د مړینې ښکار

شین زړګی فلکه ولې لا ولاړ یې؟

اې د غور غرونو په څه نسوئ غبار؟

مځکې ولې په ریږدلو نه پریوځې؟

لاندې باندې شه چې ورک شي دا شعار:

چې زمري غوندې واکمن ځي له جهانه

چې څوک نکړي په نړۍ باندې قرار

سخ په تا اې محمده د غور لمر وې!

په نړۍ به نه وي ستا د عدل سار

ته پر ننګه وې ولاړ په ننګ کې مړ سوې

هم په ننګه دې په ننګه کا ځان جار

که سوري دې په تګ ویر کاندي ویرمن شول

هم به ویاړي ستا په نوم ستا په ټبار

په جنت کې دې وه تون زموږ واکمنه

هم په تادې وي ډېر لور د غفار