امیر کروړ سوري
زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته
له ما اتل نسته
***
غشی د من مې ځي، برېښنا پر میرڅمنو باندې
په ژوبله یو نم یرغالم پر تښتېدونو باندې
په ماتېدونو باندې
له ما اتل نسته
***
زما د بریو پر خول تاوېږې هسک په منځ او په ویاړ
د اس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لتاړ
کړم ایوادونه اوجاړ
له ما اتل نسته
***
زما د تورې تر شپول لاندې دي هرات و جروم
غرج و بامیان و تخار بولي نوم زما په اودوم
زه پېژندو یم په روم
له ما اتل نسته
***
پر مرو زما غشی لوني ډاري دښن راڅخه
د هریوا لرود پر څنډو ځم تښتي پلن راڅخه
رپي زړن راڅخه له ما اتل نسته
***
د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه
په باداري مې لوړاوی د کول د سور وکړه
ستر مې تربور وکړه
له ما اتل نسته
***
خپلو وګړو لره لور پېرزوینه کوم
دوی په ډاډینه ښه بامم ښه یې روزنه کوم
تل یې ودنه کوم
له ما اتل نسته
***
پر لویو غرو مې وینا درومي نه په ځنډو په ټال
نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دریځ ستایوال
په ورځو، شپو، میاشتو، کال له ما
اتل نسته
***