...

شیخ متي

په لویو غرو، هم په دښتو کې    په لوی سهار، په نیمو شپو کې

په غړه ږغ او په شپېلکو کې           یا د ویرژلو په شپېلو کې

ټول ستا د یاد، نارې سورې دي

دا ستا د مینې نندارې دي

جنډی زرغون که په بېدیا دی      د بربڼ خوا ته په خندا دی

ترنک چه خړ دی په ژړا دی    دا ټول اغېز د مینې ستا دی

ټوله ښکلل دی ستا له لاسه

اې د پاسوالو پاسه پاسه

که لمر روښانه مخ یې سپین دی    یا د سپوږمیه تندی ورین دی

که غر دی ښکلی پرتمین دی           لکه هنداره مخ د سین دی

ستا د ښکلا دا پلوشه ده

دا یې یو سپکه ننداره ده

دلته لوی غرونه زرغونیږي    د ژوند وږمې پکې چلیږی

بوراوې شاوخوا کړیږي       سترګې لیدو ته یې هیښیږي

لویه خاونده ټوله ته یې

تل د نړۍ په ښکلېده یې

خاونده! ښکلی ستا جمال دی         ښکاره یې لور په لور کمال دی

که ورځ، که شپه، که پېړۍ کال دی    ستا د قدرت کمکی مثال دی

ستا د لورونو یو رڼا ده

دلته چه جوړه تماشا ده

زړه مې دا ستا د مینې کور دی        سوی د عشق په سوځند اور دی

رپ یې و تا ته ستا پر لور دی     بېله دې هیڅ دی ورک یې پلور دی

ستا د جمال په لیدو ښاد دی

که نه وي دغه، نور برباد دی

په غرو کې ستا د عشق شپېلکی دی     د دې نړۍ په عشق سمی دی

که غټ که ووړ، که پنډ، نری دی      ستا د جمال ځری هر شی دی

چه پر دنیا مې سترګې پرې سوې

ستا د جمال په نندارې سوې

نه هسک نه مځکه وه تورتم و    تیاره خپره وه، ټول عدم و

نه دا ابلیس نه یې ادم و            ستا د جمال سوچه پرتم و

چه سو ښکاره ښکلې دنیا سوه

د پنځ پر لوري یې رڼا سوه

زه چه څرګند پر دې دنیا سوم    د ښکلي مخ په تماشا سوم

ستا پر جمال باندې شیدا سوم     له خپلې سټې را جلا سوم

په ژړا ژاړم، چه بېلتون دی

یمه پردېسی بل مې تون دی

وګړیو ولې متي ژاړي؟               سورې یې اوری غاړې غاړې

څه غواړي، څه وايي، څه باړي    خپل تون او کور و کلی غواړي

چوڼی چه بېل سي، نیمه خوا سي

تل یې د بڼ په لور ژړا سي