شیخ خرښبون
بېلتانه نازه مې وسوه په کور باندې نه پوهېږم چه به څه وي پېښ په وړاندې؟
له خپلوانو به بېلېږم په سرو سترګو دواړه سترګې مې په وینو دي ژړاندې
***
اسماعیله ستا نارو مې زړګی سرې کی بېلتانه خرښبون بیا له تا پردی کئ
نه هېرېږې، که مې بیا نه ستا یادی کی په چړو د ویر به پرې سي د زړه مراندې
***
ځمه ځمه چه اوږد یون مې دی و مخ ته دیانه څوری به اچوم و ترخ ته
ستاسې یاد به مې وي بس د زړه و سخ ته که دا مځکه غرونه ټول سي لاندې باندې
***