شیخ ملکیار
ترنک بهیږي
ترنک بهیږي غاړې تر غاړې
زما زړګی خو خپل لالی غواړي
***
که روده روده د ترنک
روده خاوند دې وچ کا
چه زړګی مومي زما خپله سوده
***
که نیز دی نیز دی نیز دی
بېلتون دی زړه نیزه وړی
په ویر ژړلی په غم زبون دی
***
که اور دی اور دی په زړه
مې اور دی دا اور به وچ کا
د ویر نیزونه بل ډېر په زور دی
***
نمځنه یوسه سپینې
سپوږمیه ورته ووایه
چه ترنک ټال کړم ستا
له خولګیه
***
که خړو خړو
اوبو سوان کړئ بېل ملکیا دی
پاته له یار دی سوب یې جانان کړئ
***