بابا هوتک
پر سور غر بل را ته نن اور دی وګړیه
جوړ را ته پېغور دی
پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی
غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دی مغل
راغلی په تلوار دی
په پښتونخوا کې یې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغی
آ، د مرغې غښتلیو راسئ پر ننګ ولاړ د پښتونخوا سئ
تورې تېرې، غشي تر ملا سئ پر کلي کور باندې مغل راغی
زلمو په غشیو کړئ وارونه د
تېرو تورو ګوزارونه
ور وړاندې کړئ خپل ټټرونه پر کلي کور باندې مغل راغی
زما د زلمو وینې بهیږي مځکه او غرونه په سره کیږي
میرڅی زغلي او ترهیږي پر کلي کور باندې مغل راغی
پښتنو هلۍ پر غره جنګ دی سور
غر په وینو د دوی رنګ دی
مهال د تورې دی د ننګ دی پر کلي کور باندې مغل راغی
زلمو پر ننګ ځانونه مړه کړئ دښمن
په غشیو مو پېيه کړئ
د پښتونخوا مځکې ساته کړئ پر کلي کور باندې مغل راغی