...

سلیمان لایق

ووې قمندان مجاهدینو ما ته وګورئ

روی د پاک رسول، د مدینې مولا ته وګورئ

کفر وطن لاندې کړ، لیږ دې بلا ته وګورئ

باب ولسمشري شوه، دې ساري وبا ته وګورئ

نور له ما نه څه غواړئ

 

سم سوتره ځان پوه کړئ د غازیانو زه کاندید یمه

بل د جګړه مارو پاټکیانو زه کاندید یمه

کوز د ای اس ای د پنجابیانو زه کاندید یمه

بل د ځان وژونکو عربانو زه کاندید یمه

ما ته رایه راکړئ که د دین لپآره ښه غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ

 

زه ستاسې د سیمې قمندان، د تاسې پلار یمه

زه د یرغلګرو جهادیانو یو سردار یمه

زه د سخت دریځو مشرانو افتخار یمه

ما ته را تسلبم شئ، زه همغه ټوپکمار یمه

و وایی بدمخو نورزما په شان کې څه غواړئ

چېرې تر ما ښه غواړئ؟

 

موږ په پارلمان کې ېو تګ لاره جهادي غواړو

موږه د اپینو د کرلو ازادي غواړو

موږ د جګړه مارو ټوپکیانو ابادي غواړو

موږه د ملګرو ملتونو بربادي غواړو

نورپه دې مرام کې تر دې پورته څه خواږه غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

زه چې قومندان یم هم حاجي، حاجي وکیل به شم

نوم مې خلل خان دی، نوم به واړوم خلیل به شم

کله چې وکیل شم، که خرګوټی یمه پیل به شم

اوس که تش کدو یم، مرچکی او زنجپیل به شم

سره او سپين به درکمه، که تاسې له ما سره غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

زه که رأیه یوسم جمهوري په جمهوري وهم

واک به زما خپل وي خونارې به د وروري وهم

ساز به پخوانی وي خونغمه به یې عصري وهم

پټه غلا به پرېږدم خزانه به حضوري وهم

تاسې چې زما د دبدبې پراخېده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

زه که رأیه یوسمه، جهاد به بيا رویکار کمه

بیا به تاسې ګرده خاوندان د اقتدار کمه

بیرته به رواج د قاچاقونو کارو بار کمه

نوي هېروئین به بازارونو ته تیار کمه

اې خانه خرابو له وکیل څخه نور څه غواړئ

بد غواړئ که ښه غواړئ؟

 

زه که رأیه یوسم، ستاسې ستونځي به اسانې شي

بل جهاد به پیل شي، او خبرې به روانې شي

بیا به د تریاکو روپۍ بیرته پریمانې شي

ستاسې کنډوالې او ورانې خونې به ودانې شي

ټینګ شئ دغه کار ته که پنځه واره واده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

ما شورا ته واستوئ چې خلاص مو له خواري کمه

.زه به سرکاري شم تاسې ټول به سرکاري کمه

څوک دې هسي نه نګیري چې بیا به خرکاری کمه

یا به د جومات د غلا په توکو جواري کمه

دغه کار ته ټینګ شئ، که د نس ماړه کېده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

ښځې درنه لاړې له یوې مخې سرکاري شولې

کور نه لاس په سرشوې، د یونو کاروباري شولې

وګورئ عالمه پاکې نجونه مکتبي شولې

لاړې بازاري شوې، د ناولیو د یاري شولې

ما پسې لښکر شئ، که د شرم ختمېده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

ما ته رأیه راکړئ، تللې ښځې درستنې کمه

خلاصې یې له درس او له شورا او ادارې کمه

بیا یې افغاني او مسلمانې پښتنې کمه

کور کې یې چارمیخ کم او په شرعه یې درنې کمه

ما باندې امین کړئ که د ښځو رغېده غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

ولې خبر نه یاست چې څه کېږي زه پکې یمه

هر مکتب چې سوځی یا لوټېږي زه پکې یمه

ګرده کار کوونکې چې قتلېږي زه پکې یمه

چېرې چې فتنه راپورته کېږي زه پکې یمه

تاسې که ریښتیا د اسامه په لاره تله غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

زه وم چې زابل او ارزګان مې دړې وړې کړ

زه وم چې جومات د کندهارمې شنې لوخړې کړ

زه وم چې زرغون جلال اباد مې د اور لړې کړ

سپین ملا مې ګونګ کړ، تورملا مې د بړ بړې کړ

دغه زما لاره ده، که زما په پلو تله غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

زه یو کلینر وم په جنګونو کې رهبر شومه

بیا د بې هدفو لنډغرو سر لښکر شومه

ورو ورو په جهاد کې د ډالرو میلونر شومه

هم پروفیسور، هم بې سنده انجینیر شومه

پنډ شئ زما شا ته که په دې راز پوهېدو غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

 

اې تر ایمان ګرانو هیروئینو درنه جار شمه

زه درته لوګی شمه، قربان شمه، بخار شمه

دا دی زه کاندید یمه چې بیا دې خدمتګار شمه

ستاسې سوداګر شم، قاچاقبر شم، ټیکه دار شمه

تاسې به ګلرنګو پاریسیو ته ورتله غواړئ

نور له ما نه څه غواړئ؟

یادونه: لاندینی شعر ولسي جرګې ته د کاندید شوي جهادي قوماندان مرامي مقاصد بیانوي، شعر د ۲۰۰۵م کال تر انتخاباتو دمخه د افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.